د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۱:۵
""

د هرات پوهنتون د علمی غونډه د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي منت الله آخندزاده، د محصلانو د چارو مرستیال شاغلی پوهندوی غلام حضرت حساس، د استادانو د چارو آمر او د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د پوهنځیو رئیسانو او د غونډې د نورو غړو په ګډون د هرات پوهنتون د علمي شورا په سالون کي ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته پوهندوی عبدالعزیز نعماني د هرات پوهنتون رئیس د تیرې یوې میاشتې کاري راپور وړاندې کړ. د پوهنتون رئیس همدا راز د پوهنتون موجوده ستونزې او کړاوونونه په ډاګه کړل.
د غونډې په دوام کي د غونډې غړو د استادانو د تقرر، انفکاک او علمي ترفیعاتو دوسیې وڅیړلې او پر بیلابیلو موضوعاتو باندې له بحث او غور وروسته اړینې پریکړې ونیول شوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۹:۱۶
Background image

د ګوګل څخه د کار اخيستني خدمتونو اړوند ورکشاپ وړاندي سو.

د هرات پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ آمريت له لوري د لومړي ټولګيو محصلانو ته د علمي ظرفيت لوړوني په پار د ګوګل پيژندني او د هغه څخه د غوره ګټه اخيستني اړوند ورکشاپ وړاندي سو.
په دې ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۹:۱۶
Background image

د هرات پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځي کي د قرآن کريم ختم ترسره سو

د ستوماتولوژي پوهنځي د رهبري، استادانو او محصلانو له لوري د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ميلاد ورځي په مناسبت د يادې پوهنځي د غونډو په تالار کي د قرانکريم ختم ترسره سو.
دا غونډه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۲۱
Background image

په هرات پوهنتون کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ميلاد ورځي لمانځغونډه ترسره سوه

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت او د شرعياتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په همکاري د ميلاد نبي صلی الله عليه وسلم ورځ ولمانځل سوه.
دا غونډه د قرانکريم. . .

BACK TO NEWS