د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
img

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر سرلیک لاندې یو کتاب ترتیب او چاپ کړی دی.

په دغه کتاب کې د هرات پوهنتون د محترم ریاست، معاونیتونو، پوهنځیو او بېلابېلو څانګو مهم فعالیتونه او لاسته‌راوړنې په منظم ډول راټولې او وړاندې شوې دي. دغه اثر د هرات پوهنتون د علمي، ښوونیزو، څېړنیزو، فرهنګي او اداري فعالیتونو، هڅو او پرمختګونو روښانه انځور وړاندې کوي.

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمر مولوي محمد ناصر مستنیر وايي: «موږ تل هڅه کوو چې د دغه علمي بنسټ علمي، ښوونیز، څېړنیز او بنسټیز فعالیتونه، پروګرامونه او لاسته‌راوړنې په منظم او دقیق ډول راټول، مستند او منعکس کړو. زموږ موخه دا ده چې د هرات پوهنتون هڅې او بریاوې د کتابونو، بروشورونو او مجازي رسنیو له لارې د عامو خلکو تر لاسو ورسوو.»

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو د ارزونې د څېړنیزې پروژې پیل

ټاکل شوې ده چې د «د کمي میکروبي خطرونو د ارزونې (QMRA) میتود په کارولو سره د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو ارزونه» تر سرلیک لاندې څېړنیزه پروژه د هرات پوهنتون. . .

BACK TO NEWS