د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه
د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
په دې موده کې مراجعینو د روغتون د بېلابېلو څانګو له خدمتونو، لکه OPD، التراساونډ، سیرولوژي، بایوکیمیا، ECG، ساده معایناتو، نورو تشخیصي معایناتو، بستر خدمتونو او کوچنیو، لویو او تخصصي عملیاتو څخه ګټه اخیستې ده.
د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو د وړاندې کولو له مهمو مرکزونو څخه دی او تل هڅه کوي چې د هېوادوالو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، محصلینو ته د عملي زدهکړو زمینه برابره او د هغوی علمي ظرفیتونه لوړ کړي.
د هرات پوهنتون مشرتابه او د دغه علمي بنسټ د تدریسي روغتون مسؤولین هڅه کوي چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه کولو، د تشخیصي امکاناتو په پراختیا او د معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره د هېوادوالو د روغتیا او هوساینې په تأمین او ټولنې ته د خدمت په برخه کې لا اغېزمنه ونډه واخلي.
