د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کتابتون او شنو ساحو د کارونو د بهیر څارنه

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۴۷
img

د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د ښوونې او روزنې پوهنځي د کتابتون د کار بهیر او د شنو ساحو وضعیت څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په دې لیدنه کې د معیاري او مجهز کتابتون د جوړولو پر اړتیا ټینګار وشو، څو محصلان وکولای شي له یو مناسب او علمي چاپېریال څخه ګټه واخلي. همدارنګه د پوهنځي د شنو ساحو وضعیت وڅېړل شو او باغوانانو ته د لا ښه والي او غوره ساتنې لپاره لازمې سپارښتنې ورکړل شوې.
د مالي او اداري مرستیال د دې پوهنځي له رئیس مولوي صفی الله احمدي سره په لیدنه کې د کتابتون اړوند د کارونو د چټکتیا، د مېلمستون د ترمیم او د شنو ساحو د پراختیا او ساتنې په اړه خبرې وکړې او د محصلانو لپاره د سالم، ښکلي او مناسب چاپېریال د رامنځته کولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس مولوي صفی الله احمدي د پوهنتون د ریاست او مالي او اداري مرستیالۍ له پاملرنې او همکارۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دا پوهنځی به د معیاري علمي فضا د برابرولو او د زیربناوو د پیاوړتیا له لارې د محصلانو لپاره د لا غوره زده‌کړې او علمي ودې زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

BACK TO NEWS