د ارغواني نیالګیو ډالۍ؛ د هرات پوهنتون د شنې فضا د پراختیا لپاره د محصلانو نوښت

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
img

په یوه خلاقانه او د ستاینې وړ اقدام کې، د هرات پوهنتون یو شمېر محصلانو د ګڼ شمېر ارغواني نیالګیو په ډالۍ کولو سره د شنې فضا د ښکلا او د دې علمي بنسټ د غوړېدو په برخه کې مهم ګام پورته کړ.
عبدالرحیم باقري، د دې ډلې استازی او د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل وویل: «موږ غواړو د داسې نوښتونو له لارې د خپل پوهنتون د شنې فضا په پراختیا کې ونډه واخلو او د زده‌کړې چاپېریال د ټولو لپاره لا خوندور او زړه‌راښکونکی کړو.»
هغه زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنه او د شنو ساحو پراختیا د ټولو محصلانو ګډ مسئولیت دی، او دا ډول فعالیتونه کولای شي د محصلانو ترمنځ د همکارۍ او یووالي احساس پیاوړی کړي.
په همدې حال کې، قاري نثاراحمد قاسمي، د تدارکاتو او خدماتو آمر او د پوهنتون د مالي او اداري معاوین سرپرست، د محصلانو له دې خلاقانه اقدام څخه مننه وکړه او دا یې د دوی د مسئولیت‌پالنې او د خپل تحصیلي چاپېریال پر وړاندې د ژمنتیا ښکاره بېلګه وبلله.
هغه همدارنګه له نورو محصلانو وغوښتل چې د ورته نوښتونو په پیلولو سره د پوهنتون د ښکلا او سمسورتیا په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د یادونې وړ ده چې ارغواني نیالګي له ښکلو زینتي ونو څخه دي چې د خپلو رنګینو ګلونو په وسیله چاپېریال ته ځانګړې ښکلا وربخښي او د فضا په تازه‌والي او شنوالي کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS