د هرات پوهنتون د تدريسي روغتون فعالیتونه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۷
img

د هرات پوهنتون تدريسي روغتون د خپلو روغتيايي خدمتونو له پيل راهيسې تر اوسه پورې، ګرانو ښاريانو ته د پام وړ روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي. په دې موده کې دغه روغتون په ټوليزه توګه ۴۸٬۷۵۰ ناروغان تر درملنې او روغتيايي څارنې لاندې نيولي دي.
د تشخيص په برخه کې، په منظم ډول ۱۲٬۲۰۰ د سونوګرافي معاينې او ۴٬۹۴۳ لابراتواري معاينې ترسره شوې دي، چې د ناروغيو په کره تشخيص او د درملنې د بهير په ښه کېدو کې يې مهم رول لوبولی دی. همدارنګه د بسترۍ په برخه کې، دغه روغتيايي مرکز ۱۲۳ کوچني، لويې او تخصصي عمليات بريالي ترسره کړي دي، چې دا د روغتون د درملنې او تخصصي ظرفيتونو د لوړېدو څرګندونه کوي.
په منځنۍ توګه، هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ناروغان د دې روغتون له روغتيايي خدمتونو څخه ګټه اخلي. د يادونې وړ ده چې د هرات پوهنتون تدريسي روغتون د ورځې او شپې ۲۴ ساعته په بېلابېلو څانګو کې ګرانو ښاريانو ته روغتيايي او درملنيز خدمات وړاندې کوي.
د روغتون مسؤلين د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړولو پر خپل ژمنتيا ټينګار کوي او ډاډ ورکوي چې د امکاناتو د پراخولو، د تشخيصي او درملنيزو خدمتونو د ښه والي او د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره هڅې به لا هم دوام ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۵۱
Background image

د دوو کتابونو «معماری در عصر تیموریان (با نگاه ویژه به بناهای تاریخی هرات)» او «میراث فرهنگی هرات (تأثیر زلزلۀ ۱۴۰۲ خورشیدی بر آبدات تاریخی)» د مخ کتنې مراسم ترسره شول.

د هرات پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت او علمي مجلې، د هرات د ټیکا دفتر په مرسته، د هرات پوهنتون په مشرۍ، په هرات کې د ترکیې د جمهوریت د سرقونسل، د ټیکا د دفتر د رئیس، د پوهنځیو د رئیسونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو سره د دعوتي چارو د همغږۍ غونډه

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د خصوصي پوهنتونونو د مشرانو سره د دعوتي چارو د همغږۍ یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د جذب ازموینه ترسره شو.

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د ازادې سیالۍ له لارې د جذب ازموینه د پوهنتون د علمي معاون مفتي هدایت‌الله منیب، د استادانو د چارو مسؤل پوهنمل رحیم‌بخش فقیریار، استادانو او د. . .

BACK TO NEWS