د هرات پوهنتون رئیس د سېندرلا د نړیوالو شرکتونو له رئیس سره لیدنه وکړه.

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۳۴
img

شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس، د معاونینو او د پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د رئیس په ملتیا، له آرون عظیم، د  سېندرلا د نړیوالو شرکتونو له رئیس سره ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې. 
د دې لیدنې اصلي موخه د ګډو همکاریو لارو ارزول وو، څو د هرات پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي په چوکاټ کې د اورګاډي د پټلۍ (خط‌ آهن) دیپارتمنت رامنځته شي. 
په دې ناسته کې آرون عظیم، په افغانستان، په ځانګړي ډول په هرات ولایت کې، د نړیوالو سېندرلا شرکتونو د برنامو او فعالیتونو د معرفي کولو تر څنګ وویل، که په هرات پوهنتون کې د خط‌ آهن دیپارتمنت جوړ شي، نو شرکت به چمتو وي چې د دې دیپارتمنت ټولې اړینې اسانتیاوې او تجهیزات برابر کړي او د دې برخې محصلانو ته به د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړي. 
د هرات پوهنتون رئیس، د نړیوالو سېندرلا شرکتونو د همکارۍ د اعلان هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د تفاهم‌لیک تر لاسلیک او د دې دیپارتمنت د رامنځته کولو د رسمي جواز تر ترلاسه کېدو وروسته، د هرات پوهنتون مشرتابه چمتو ده چې له دې علمي بنسټ سره د شرکت رسمي همکاري پیل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو د ارزونې د څېړنیزې پروژې پیل

ټاکل شوې ده چې د «د کمي میکروبي خطرونو د ارزونې (QMRA) میتود په کارولو سره د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو ارزونه» تر سرلیک لاندې څېړنیزه پروژه د هرات پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
Background image

د هرات پوهنتون او افغان ملي بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

نن د هرات پوهنتون د عمومي رئیس مفتي عبدالستار المحسن، د پوهنتون د مرستیالانو او د افغان ملي بانک د استازي په شتون کې د بانکي خدمتونو د ښه والي، چټکتیا او اسانتیا په موخه د همکارۍ هوکړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
Background image

د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات. . .

BACK TO NEWS