د هرات پوهنتون او افغان ملي بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
img

نن د هرات پوهنتون د عمومي رئیس مفتي عبدالستار المحسن، د پوهنتون د مرستیالانو او د افغان ملي بانک د استازي په شتون کې د بانکي خدمتونو د ښه والي، چټکتیا او اسانتیا په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک موخه د هرات پوهنتون د منسوبینو او مراجعینو لپاره د بانکي خدمتونو برابرول، د منسوبینو د معاشونو او محصلینو د بدل اعاشې ورکړه او د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول دي.

د دغه هوکړه‌لیک له مخې افغان ملي بانک ژمنه کړې چې اغېزمن بانکي خدمتونه وړاندې کړي، د حسابونو مدیریت ترسره کړي، د معاشونو او د بدل اعاشې په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، د پوهنتون په محوطه کې یو پایه ATM دستګاه نصب او فعاله کړي او د پوهنتون له مالي برخې سره تخنیکي او مسلکي همکارۍ ترسره کړي.

هرات پوهنتون هم ژمنه کړې چې د بانک د نمایندګۍ د فعالیت لپاره لازم زمینه برابره کړي او د دغه هوکړه‌لیک د موادو د اغېزمن تطبیق لپاره به لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS