د دعوت او ارشاد امريت د پوهنتون د هغه اداري او خدماتي کارکوونکو څخه چې د دوی په درسونو کې يې ګډون کړی ؤ، ازموينه واخيسته.

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۶
img

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد امريت د ديني او فقهي سطح د لوړاوي په منظور د درسونو لړۍ پيل کړې وه، چې نن يې د دغې لړۍ يو ازموينه واخيسته.‌
دا ازموينه چې دوې ورځې يې دوام درلود، د پوهنتون د کارکوونکو د ديني زده کړو د ميزان معلومولو لپاره واخيستل شوه. 
د پوهنتون کارکوونکو د دغو درسونو څخه خوښي څرګنده کړه او هغه يې د خپلو ديني زده کړو په لوړاوي کې مهم ګام وګاڼه. هغوی د دا ډول ګټورو برنامو لو غوښتونکي شول. 
د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد امريت هم د دغه بهير پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل: چې دا ډول په نيږدې راتلوونکي کې نورې هم په پام کې نيول شوې دي. تر څو يې پر مټ د پوهنتون د اداري کارکوونکو ديني سطح لوړه شي. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۸
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو علمي سفرونه

د عملي پوهې د پیاوړتیا او د نظري زده کړو او ساحوي تجربو ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو په موخه، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د ګرافیک ډیپارټمنټ او د وترنري علومو پوهنځي محصلانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۹
Background image

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د غالب پوهنتون ته د عملي زده کړو په موخه ليدنه وکړه

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي د عامه اړيکو څانګي د دريم ټولګي د شپږم سميسټر محصلانو د برېښنايي عامه اړيکو او په سازمان کي د عامه اړيکو مطالعې مضمون د ښې او عملي زده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۲۸
Background image

د امیرالمؤمنین مولوي اختر محمد منصور (رحمه الله) د شهادت د لسم تلین په مناسبت، په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د یادغونډې مراسم ترسره شول.

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د امیرالمؤمنین مولوي اختر محمد منصور (رحمه الله) د شهادت د لسم تلین په مناسبت یوه پرتمینه غونډه تر سره شوه، چې د یاد پوهنځي رئیس، علمي کادر غړیو، اداري. . .

BACK TO NEWS