نشست علمی با حضور شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار والی ولایت هرات

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۰:۷
؛

علمي ناسته د هرات ولایت والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار، د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخند زاده، د محصلانو چارو آمر پوهندوی غلام حضرت حساس، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیر یار او د پوهنتون د پوهنځيو د محصلینو په حضور د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې ترسره شوه.
لومړی د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هېواد د لوړو زده کړو   مرکزونو د دریځ او ارزښت په اړه خبرې وکړې وه یې ویل: پوهنتونونه د علم او پوهې مرکزونو په توګه د پراختیا او پرمختګ په لور د ټولنې په برابرولو کې مهمه ونډه اخلي .
هغۀ زیاته کړه:  د هرات پوهنتون هم په دې برخه کې توانېدلی دی چې بې سارې بریالیتوبونو ته لاسرسی پیدا کړي او نه شو کولای چې په دې برخه کې  د دې علمي مرکز د نخبه او خلاقو محصلینو رول نا دیده ونیسو.
ورپسې د هرات والي شیخ الحدیث مولانا  نور احمد اسلام جار د هرات پوهنتون د محصلینو په منځ کې د خپل حضور څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه، او د دې ناستې موخه یې د هغو دیني ارزښتونو او اعتقاداتو په اړه خبرو اترو ته ځانګړې کړه چې په دنیا او آخرت کې د انسان د راستګارۍ لامل ګرځي.
وروسته یې د انسان د پیدایښت په برخه کې د فکري مکتبونو او بشري لیدلوري په اړه خبرې وکړې وه یې ویل:  فکري مکتبونه چې د انسانانو په واسطه رامنځ ته شوي دي نه یوازې د انسانانو بشري حقوق او اړتیاوې  نه هواروي، بلکه داسې شرایط رامنځ ته کوي چې د بشر لپاره د هلاکت او له منځه وړلو څخه غیر بله پایله نه لري.
خو د اسلام دین د الله(ج) لخوا  انسانانو ته رالېږل شوی، د انسانانو اصلي دریځ،  ارزښتونه او ټولې اړتیاوې یې په پام کې نیولي او په هغۀ کې د  دنیا او آخرت د بریالیتوب لپاره معقول او منطقي دستورات او اوامر ځای شوي دي.
د هرات والي یو ځل بیا  د هرات پوهنتون  د محصلینو سره د لیدو او خبرو کولو د فرصت رامنځ ته کېدو څخه خوښي څرګنده کړه، د دیني علومو او عصري علومو د زده کړې په پار یې د محصلینو هڅې او زیار د قدر وړ وبلل.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۱۷ ذی القعده ۱۴۴۴ - ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS