له دیني او طبي اړخه د نشه يي توکو زیانونه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۰:۶
img

دا د هغه علمي سیمینار سرلیک ؤ چې نن د هرات پوهنتون د محصلینو د چپړتیاوو د انسجام د امریت له خوا د قوماندانۍ د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې د امریت په همکارۍ، د شرعیاتو پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې د هرات پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو. 
دا سیمینار لومړی د قران کریم په څو مبارکو ایتونه سر پیل شو او ورپسې د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د سیمینار له وړاندې کوونکو څخه د مننې تر څنګ له دیني اړخه د نشه یي توکو زیانونه بیان کړل. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د پوهنتون ټولنه یوه ځوانه ټولنه ده او دا ډول ټولنې د نشه یي توکو تر شدید اغېز لاندې وي، پر همدې اساس د نشه یي توکو زیانونه ورته بیانول زموږ او ستاسو اساسي دنده ده، تر څو موږ له هره اړخه یو سالم ځوان ټولنې ته وړاندې کړو.
د نوموړي له خبرو وروسته د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې او څېړنې امر مولوي ګلب الدین شفیق د غونډې ګډونوالو د اسلام له نظره د نشه یي توکو د زیانونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي دا ډول سیمینارونو او غونډې مثبتې و ارزولې او ویې ویل چې په راتلونکې کې به هم محصلینو ته د نشه یي توکو د زیانونو په اړه سیمینارونه وړاندې کړو. 
ورپسې متخصص پوهنیار دکتور احمد جاوید یوسفي د طب پوهنځي استاد له طبي اړخه په نشه یي توکو روږدېدنه، د هغوی له مصرف نه چا ته بد احساسات پیدا کېدل، د نشه یي توکو بدې اغېزې، د نشه یي توکو په اړه غلط باورونه، مخکې له مخکې د نشه یي توکو په اړه د خلکو پوهولو لارو چارو او د نشه یي توکو د درملنې په اړه د غونډې ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل. 
په پای کې دا سیمینار د یوې دعا په واسطه پای ته ورسېد. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS