شیخ الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي د هرات پوهنتون د محصلانو چارو د معاون په توګه وټاکل شو.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۴:۴۶
img

نن د یوې غونډې په ترڅ کې چې د هرات پوهنتون د رئیس شیخ القرآن او الحدیث مولوي عبدالغني حقاني حفظه الله، د پوهنتون معاونانو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارکوونکو په شتون کې جوړه شوې وه، شیخ الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي د محصلانو چارو د معاون په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ القرآن او الحدیث مولوي عبدالغني حقاني حفظه الله د پوهندوی غلام حضرت حساس د هڅو او کارونو ستاینه وکړه، چې مخکې یې د محصلانو چارو معاونیت پر غاړه درلود. هغه مولانا عبدالهادي ذو الهادي ته د نوې دندې مبارکي وویله او د الله تعالی څخه ورته په نوي مسؤولیت کې د بریا دعا وکړه.
د پوهنتون رئیس په ادارو کې بدلونونه یو عادي او ضروري امر وباله او ویې ویل چې دا بدلونونه د لوړو زده کړو وزارت د علمي اهدافو او پروګرامونو د پلي کولو په موخه ترسره کېږي.
هغه له ټولو کارکوونکو او مسؤلینو وغوښتل چې د صداقت او ژمنتیا له مخې د پوهنتون د علمي او اداري خدمتونو د ښه‌والي او پرمختګ لپاره هڅه وکړي.
ورپسې، شیخ الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، چې د هرات پوهنتون د محصلانو چارو نوی معاون دی، د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون ریاست له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د الله تعالی په مرسته او د مخکینیو مسؤلینو له تجربو په ګټې اخیستنې به د محصلانو د خدمتونو د ښه‌والي او د دې څانګې د اداري چارو په ښه کولو کې هڅه وکړي.
په پای کې، پوهندوی غلام حضرت حساس، چې مخکې یې د محصلانو چارو معاونیت په غاړه درلود، شیخ الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي ته مبارکي وویله او د دې معاونیت د بېلابېلو برخو له دوامدارې او ارزښتناکې همکارۍ څخه یې مننه وکړه. هغه له ټولو همکارانو وغوښتل چې د نوي معاون سره هم د تېر په څېر همکاري وکړي، ترڅو محصلانو ته لا غوره خدمات وړاندې شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو د ارزونې د څېړنیزې پروژې پیل

ټاکل شوې ده چې د «د کمي میکروبي خطرونو د ارزونې (QMRA) میتود په کارولو سره د هرات ښار د څښاک اوبو د میکروبي کیفیت او روغتیايي خطرونو ارزونه» تر سرلیک لاندې څېړنیزه پروژه د هرات پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
Background image

د هرات پوهنتون او افغان ملي بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

نن د هرات پوهنتون د عمومي رئیس مفتي عبدالستار المحسن، د پوهنتون د مرستیالانو او د افغان ملي بانک د استازي په شتون کې د بانکي خدمتونو د ښه والي، چټکتیا او اسانتیا په موخه د همکارۍ هوکړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
Background image

د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات. . .

BACK TO NEWS