د MIS سیسټم پوره کولو ته اړتیا

hu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۹:۸
:

په هرات پوهنتون کې د MISسیستم ته د اړتیا او د الکتروني او دیتابس سیستمونو د برابرولو تدابیري ناسته:

د هرات پوهنتون سرپرست او د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال پوهنیار منت الله آخند زاده، د پوهنتون علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیر یار، د کمپیوتر ساینس پوهنځي رئیس پوهنیار سید کامران حسیني، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې دایره شوه.

ناسته د کلام الهي د آیتونو په تلاوت سره پیل شوه وروسته د هرات پوهنتون سرپرست ښاغلي پوهندوی غلام حضرت حساس په دولتي ادارو کې په ځانګړې توګه په هرات پوهنتون کې د الکترونیکي سیستم د اړین ګڼلو ترڅنګ، په دې برخه کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي له اقداماتو څخه مننه وکړه، او اظهار یې وکړ چې د کاري بهیر د چټکتیا  او د چارو د شفافیت لپاره، په دې علمي مرکز کې د MIS سیستم تطبیق ته اړتیا ده.

وروسته د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال هم یاد سیستم ته د دې علمي مرکز د اړتیا په اړه خبرې وکړې او مربوطه برخو ته یې د هغې د عملي کولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

ورپسې د علمي معاونیت سرپرست هم د دیجیتالي سیستم نه شتون یو له اساسي ستونزو څخه وګڼله، وه یې ویل: چې یاد معاونیت په دې برخو کې د الکتروني سیستم د تطبیق لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

دا ناسته د کاري استقامتونو په ویشلو، د الکترونیکي سیستم د رامنځته کولو د پیل لپاره چمتووالی او د الکترونيکي سیستم د جوړولو لپاره له آی ټي کارکونکو څخه د یو کس په معرفي پای ته ورسېده.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

۲ محرم ۱۴۴۵- ۲۹ چنګاش ۱۴۰۲

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

په هرات پوهنتون کې د «تدریس د بهیر اړین مهارتونه» تر عنوان لاندې روزنیز سمینار ترسره شو.

د هرات پوهنتون د مسلکي انکشاف مرکز د علمي کادر د غړو د ظرفیت لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د استادانو د مسلکي مهارتونو د ورکشاپونو له لړۍ څخه، د «تدریس د بهیر اړین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي دوهم سوکسله دستګاه فعاله شوه.

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي څانګې د خوړو د موادو د انالیز په لابراتوار کې د ښوونې او روزنې او علمي څېړنو د کیفیت د لوړولو په موخه دوهمه سوکسله دستګاه فعاله کړه. 
پوهنمل علي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت د څېړنې د شورا غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت د څېړنې د شورا غونډه د یاد معاونیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. دا غونډه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. 
په پیل. . .

BACK TO NEWS