د چاپیریال ساتني پانګه اچونی اغیزه د زراعت په څانکه کی علمی کنفرانس د هرات پوهنتون کی وړاندی سو

hu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۸:۵۶
""

چاپیریال ساتنې پانګه اچونې اغیزه د زراعت په څانګه کي علمي کنفرانس دهرات پوهنتون دزراعت پوهنځی او دچاپیریال ساتنې پانګه اچونې اغیزه د زراعت په څانګه کي علمي کنفرانس دهرات پوهنتون د زراعت پوهنځی او د FAO دفتر په مرسته ، نن دهرات پوهنتون مشرتابه پلاوي، دFAO  دفتر استازي، د دولتي اونړیوالو ارګانونواستازو، دزراعت ریاست مسئولینو، استادانو او محصلینو په شتون کي د زراعت پوهنځی په انګړ کي جوړ شو. د یاد کنفرانس موخه دزراعت په څانګه کي دپانګه اچونې اغیزه پرچاپیریال ساتنې یاد سول. پوهندوي ډاکټر محمد داود منیر دهرات پوهنتون دمحصلانو چارو مرستیال د چاپیریال ساتنې ته پام کول اړین وبلل اودهغه ساتل يي دټولنې دهرغړي دنده وبلل، ښاغلي منیر وویل: دهغه ځایه چي چاپیریال ساتنه د ډیرو هیوادو په لومړیتوبونو کي ده د افغانستان لپاره اړینه ده چي دکنفرانسونو او سمینارونو په جوړه ولو سره د خلګو دپوهاوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. وروسته دزراعت ریاست سرپرست دچاپیریال ساتنې ستونزې یادې کړې او وي ویل: دچارپیریال ساتنې پانګه اچونې اغیزه د زراعت په څانګه کي اړینه ده چي وټولو برخوته يي پام وسي. همداراز په یاد کنفرانس کي د زراعت په څانګه کي د پانګه اچونې اغیزه په چاپیریال ساتنه کي او هغه ستونزې چي په یاده برخه کي دي، دپوهاند عبدالرحیم امید او پوهندوي محمد نظیم سکندري له خوا معلومات ورکړل سول. په پاي کي د ګډونوالو وسوالونو ته ځوابونه ورکړل سول.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS