د هرات پوهنتون مالي او حسابي امر معرفي شو.

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۴۳
img

نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې هميشه ګل احرار د مالي او حسابي امر په توګه معرفي او رسماً يې کار پيل کړ. 
دا مراسم د هرات پوهنتون د رهبري او کارمندانو په حضور کې پيل شول. 
په پيل کې يې د هرات پوهنتون علمي مرستيال مولوي محمد موسی فایق مالي او حسابي اداره د پوهنتون يو کليدي بخش وګاڼه او ويې ويل چې مالي برخه په هره اداره کې ستوني فقرات حيثيت لري. هيله لرم چې نوموړی په دې برخه کې په پوره دقت سره کار وکړي او د پوهنتون په پراختيا کې ونډه واخلي. 
د هرات پوهنتون مالي او حسابي امر هميش ګل احرار د لوړو زده کړو وزارت او هرات پوهنتون څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې له خپلو ټولو تجربو څخه به په دې برخه کې په پوره دقت سره کار واخلي، تر څو يې په ترڅ کې وکولای شي، د هرات پوهنتون په مالي سيستم کې پوره شفافيت رامنځ ته کړي. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS