د هرات پوهنتون د مني سمستر آزموینې پیل شوې.

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۳۱
A
د هرات پوهنتون د مني سمستر د ازموینو دپیل په لومړۍ ورځ، د هرات پوهنتون سر پرست او علمي مرستیال پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام او د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس د پوهنځیو د ازموینو کمیټې د کړنو او د پوښتنو د جوړولو له څرنکوالي څخه لیدنه وکړه. د هرات پوهنتون ر هبري پلاوي د ازموینې د پوښتنو جوړولو د څرنګوالي او د لوړو زده کړو وزارت د کړنو او قوانینو مطابق د روښانه او رڼو ازموینو د دایریدو د ډاډمنتیا ترڅنګ د پوهنځیو او د ازموینو کمیټې مسؤولینو ته لازم هدایات او لار ښوونې هم وړاندې کړې. همدارنګه یاد پلاوي د ازموینې د پوښتنو په اړه د محصلینو نظرونه هم واورېدل چې محصلینو هم د ازموینې د پوښتنو له څرنګوالي څخه رضایت وښود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو سره د دعوتي چارو د همغږۍ غونډه

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د خصوصي پوهنتونونو د مشرانو سره د دعوتي چارو د همغږۍ یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د جذب ازموینه ترسره شو.

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د ازادې سیالۍ له لارې د جذب ازموینه د پوهنتون د علمي معاون مفتي هدایت‌الله منیب، د استادانو د چارو مسؤل پوهنمل رحیم‌بخش فقیریار، استادانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک د یو اړین مرکز په توګه، چې د صحي او تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره اهمیت لري، په معالجوي خدماتو او د محصلانو د عملي مهارتونو په لوړولو کې لوی رول لوبولی دی.. . .

BACK TO NEWS