د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
img

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د پراخوالي په موخه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د تیکا دفتر له همیشنیو همکاریو څخه مننه وکړه او د محصلانو د ملاتړ، د هغوی لپاره د غوره تعلیمي او رفاهي امکاناتو برابرولو پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل: "محصلان د هېواد علمي پانګه ده، او د هغوی لپاره د مناسب تسهیلاتو برابرول د پوهنتون له اساسي لومړیتوبونو څخه دي."
شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي زیاته کړه: "دا معاونیت، چې هره ورځ له ګڼو مراجعینو سره په تماس کې وي، د دوامداره برېښنا د تأمین لپاره د سولر سیسټم د ایجاد اړتیا لري، ترڅو خدمات لا ښه شي. سربېره پر دې، د محصلانو لپاره د مناسب ورزشي امکاناتو برابرولو په موخه، د یو مجهز جمنازیوم جوړول او د معیاري فوټبال میدان سمبالول د دې معاونیت له اساسي اړتیاوو څخه دي."
په دوام کې، ډاکتر عرفات دنیز، د تیکا دفتر رئیس، له مېلمنو سره د دې لیدنې هرکلی وکړ، د هرات پوهنتون د محصلانو لپاره برنامې یې د ستاینې وړ وبللې او ډاډ یې ورکړ چې تیکا دفتر به له پوهنتون سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي اعلان وکړ چې دا دفتر چمتو دی ترڅو د پوهنتون د ستونزو د هواري لپاره عملي اقدامات وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

په هرات پوهنتون کې د «تدریس د بهیر اړین مهارتونه» تر عنوان لاندې روزنیز سمینار ترسره شو.

د هرات پوهنتون د مسلکي انکشاف مرکز د علمي کادر د غړو د ظرفیت لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د استادانو د مسلکي مهارتونو د ورکشاپونو له لړۍ څخه، د «تدریس د بهیر اړین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي دوهم سوکسله دستګاه فعاله شوه.

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي څانګې د خوړو د موادو د انالیز په لابراتوار کې د ښوونې او روزنې او علمي څېړنو د کیفیت د لوړولو په موخه دوهمه سوکسله دستګاه فعاله کړه. 
پوهنمل علي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت د څېړنې د شورا غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت د څېړنې د شورا غونډه د یاد معاونیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. دا غونډه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. 
په پیل. . .

BACK TO NEWS