د هرات پوهنتون د محصلینو د علمي او اصلاحي ظرفیت لوړونې سمینار د پرانیستلو محفل

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱۰
img

د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتي عبدالغفار، د پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د استادانو او درنو شېخانو په حضور د هرات پوهنتون د محصلینو د علمي او اصلاحي ظرفیت لوړونې سمینار د پرانیستلو محفل دایر شو.
مراسم د الهي کلام د آیتونو په تلاوت سره پیل شول او وروسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار خبرې وکړې وه یې ویل: ځوانانو ته د علمي فرصت رامنځته کول یې د پوهنتونونو یوه اړینه موخه وبلله. همدارنګه هغۀ د دې سمینار د دایرولو موخه د شرعي احکامو پر وړاندې د ژمنې او وفادارۍ تقویت کول، د اسلامي نظام د بقا او استحکام په پار د مسلکي مخلصو او متخصصو کسانو تقویت کول، د علمای کرامو او درنو شېخانو سره د محصلینو د دوامداره مینې او اړیکې  تقویت کول د دې سمینار له لارې وبلله تر څو د دې لارې وکولای شو ژمن او متخصص کسان ټولنې ته وړاندې کړو.
ورپسې د هرات پوهنتون د ارشاد او دعوت آمر مولوي نذیر احمد انیق هم سمینار معرفي کړ وه یې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ په اساس یاد سمینار به د هرات پوهنتون، د غور او بادغیس ولایتونو د لوړو زده کړو مؤسسو او د هرات ولایت د پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو ۱۵۰ تنو محصلینو ته دایر شي او په هغې کې به درانه شېخان او د پوهنتون استادان بېلابېلې زده کړیزې برنامې تدریس کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS