د هرات پوهنتون د مالي او اداري مرستيال له لوري د کادري روغتون څخه ليدنه وکړه

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۱۳
img

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي غلام رسول سروري د کادري روغتون د رئیس ډاکتر ذبيح الله اميد او د ياد روغتون کاري چارو او بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کي د کادري روغتون رئیس د مالي او اداري معاونيت د بشپړه ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او ددې معاونيت رول يې د روغتون په روغتيايي کيفيت، پرمختګ او خدمتونو کي مهم وګڼی او د دې معاونيت د دوامداره هڅو څخه يې مننه وکړه.
  د مالي او اداري مرستيال مولوي غلام رسول سروري د کادري روغتون د ډاکترانو او کارکوونکو د شپني او ورځني کارونو او خدمتونو څخه مننه او قدرداني وکړه او زياته يې کړه، چي د دې روغتون د اوسنيو او نورو اړين وسايلو او تجهيزاتو برابرول د مالي او اداري معاونيت په لومړيتوبونو کي ځای لري، هغه د ياد روغتون د بېلابېلو برخو د ليدني پر مهال د تجهيزاتو پر پراختیا، د کاري چاپېريال د ښه والي او د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د پرمختګ په اړه ټينګار وکړ او هغوی ته يې وويل: "مالي او اداري معاونيت به د خپل ټول توان له مخي هڅه وکړي، ترڅو د کادري روغتون اړين وسايل برابر د خلکو روغتيايي ستونزي ته رسېدنه وسي او همدارنګه د ناروغانو او کارکوونکو لپاره مناسب چاپېريال برابر کړي."

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS