د هرات پوهنتون د رهبري هیأت ناسته
د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخندزاده، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو په حضور د پوهنتون د ریاست په دفتر کې دایر شوه.
لومړی د پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني د هرات پوهنتون د علمي او اداري برخو وضعیت مثبت ارزیابي کړ وه یې ویل: له نېکه مرغه سږکال د ادبیاتو اواقتصاد پوهنځیو د ماسترۍ برنامو ترڅنګ، د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د ماسترۍ برنامو د پیل شاهدان هم یو چې دا په یاد پوهنځي کې د علمي کادر د لوړو ظرفیتونو څرګندوونکی دی او له بلې خوا په هېواد کې د زده کړې او پوهې دکیفیت لوړوالي ته د ا.ا.ا د پاملرنې او عزم څرګندونکی هم دی او لازمه ده چې د لوړو زده کړو له وزارت څخه هم مننه او قدرداني وکړو.
د هرات پوهنتون رئیس زیاته کړه: د دې علمي مرکز په استراتیژیک پلان کې د دوکتورا برنامو رامنځ ته کولو ته هم ځای ورکړل شوی دی او غواړي چې په دې برخه کې د پوهنتون استادان د رهبري هیأت سره د تخنیکي مشورو له لارې نږدې همکارۍ ولري.
د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني د درسي وضعیت د ښه والي، د حاضري کنترول، د درسي مفرداتو دقیق تطبیق، د پوهنتون د ټولو منسوبینو د حاضریو یوځای کولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د حکم د اجرا او د الکترونیکي حاضریو د کار مخ ته وړلو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې او د سنتو مطابق د خپل سیرت او صورت پر اعیارولو یې ټینګار وکړ.
د حاضرۍ ټول کتابونه به د بشري منابع آمریت ته ولېږدول شي.
ورپسې د ناستې غړو هم د موضوع د آجندا سره سم خپل نظرونه او وړاندیزونه طرح کړل او لازمې پرېکړې ونیول شوې.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت
۲۵ شوال ۱۴۴۴ - ۲۶ غوایي ۱۴۰۲