د هرات پوهنتون د تدريسي روغتون روغتيايي خدمتونه

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
img

د هرات پوهنتون تدريسي روغتون په تېره يوه مياشت کې مراجعينو ته پراخ روغتيايي او تشخيصي خدمتونه وړاندې کړي دي.
په دې موده کې، ياد روغتون توانېدلی چې له ۵۰۶۶ څخه زياتو مراجعينو ته په بېلابېلو څانګو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي. د مراجعينو تر ټولو لوړه شمېره د بستر څخه بهر ناروغانو (سرپايي) څانګې پورې اړه لري چې شمېر يې ۳۱۴۴ تنو ته رسېږي. همدارنګه، د التراسوند، سېرولوژي، بایوکیمیا، ای سي جي، ساده ټېسټونو، بستر او بېلابېلو عملیاتو څانګو هم ګڼ شمېر ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي دي.
د تدريسي روغتون مسؤولين دغه خدمتونه د ډاکترانو، روغتيايي او اداري کارکوونکو د پرله‌پسې هڅو څرګندونه بولي او د معیاري خدمتونو پر دوام، د ناروغانو ښه پاملرنې او مراجعینو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

BACK TO NEWS