د هرات پوهنتون دکمپیوټرساینس پوهنځی محصلینو د آی تي سیالیو کي لومړی مقام ترلاسه کړ

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۴:۵۶
""

دهرات پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځی محصلینو د آی تي پروژو په سیالیو کي چي د لوړوزده کړو وزارت له خوا پرلار اچول سوي وي لومړی مقام تر لاسه کړ.
د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی محصلینو د درواغو معلومولو پروژه د مرسل عزیزي او د زما دفترپروژه د سید فرید قتالي وه، چي د ۵۴ پروژو څخه ۲۰ غوره پروژي یادو سیالیتو لارپیداکړل چي په پاي کي دهرات پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځی محصلینو لومړی مقام وګټي.
د یاده وني وړ ده چي د آی تي په پنځلسم کنفرانس کي و پنځو غوره پروژوته جایزي او و ټولو ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل سول.
دهرات پوهنتون مشرتابه پلاوی د کمپیوټرساینس پوهنځی و محصلینو ته د یادي لاسته راوړني چي پوهنتون ت يې راوړي مبارکي وايې او د الله څخه ورته به ژوندکي بریالیتوب غواړي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۸
Background image

د انجينري پوهنځۍ عمومي حشر

د انجينري پوهنځۍ فرهنګي کمېټې د زده کړو د چاپېريال د ښه کولو، د سالمې روغتيا د ساتلو او د هغو په مخکې د پرتو خنډونو د رفع کولو په خاطر يو عمومي حشر وکړ. 
په دې برنامه کې ټولو اتاقونو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۸:۵۲
Background image

د SPSS زده کړه

دا د هغه درې ورځني ورکشاپ سرليک دی، چې د خلاقيت او نوښت عمومي مديريت له خوا د 80 تنو استادانو لپاره د هرات پوهنتون په مرکزي کتابتون کې جوړ شوی دی. 
د دې ورکشاپ د جوړولو موخه د SPSS. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۵۰
Background image

نويو محصلينو ته د ښه راغلاست محفل

د پوهنتون د محصلانو د انسجام امريت نويو محصلانو ته د ښه راغلاست د هرات پوهنتون د رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس، د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS