د نشه يي توکو او چاپېريالي ککړتيا په اړه علمي کنفرانس

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱:۳۵
img

نن د هرات پوهنتون د علمي معاونیت له خوا د "نشه يي توکو او چاپېريالي ککړتيا" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس ترسره شو.
دغه کنفرانس د هرات پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو.
کنفرانس د قرآني آیتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته د پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله د پوهنتون د علمي معاونیت مننه وکړه او د اسلام له نظره د شرابو د منع کولو مرحلې او د هغې زیانونو په اړه خبرې وکړې. هغه د جاهلیت د دور ناسم دودونه روښانه کړل او د فقهاؤ او عالمانو له نظره د نشه يي توکو منع کولو اهمیت بیان کړ.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

BACK TO NEWS