د لوړو زده کړو وزارت د اداري واحدونو لپاره د تضمین کیفیت د نوي معیار جوړولو چک لېستونو

د لوړو زده کړو وزارت د اداري واحدونو لپاره د تضمین کیفیت د نوي معیار جوړولو چک لېستونو د څېړلو زده کړیز ورکشاپ د پوهنتون د اداري او مالي مرستیال منت الله اخندزاده، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د تضمین کیفیت آمر پوهنمل فضل الرحمن یزداني، د اداري برخې آمرانو او مدیرانو، د پوهنځیو تدریسي او اجرایه مدیرانو په حضور، د مولانا جامي د کنفرانسونو په سالون کې چې د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي کې واقع دی، د پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت لخوا دایر شو.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت بهرني کتوونکي او څېړونکي پوهنوال دوکتور محمد یوسف امیني د تضمین کیفیت نوي معیارونه د ناستې حاضرینو ته تشریح کړل او د تضمین کیفیت له معیارونو څخه د تېرېدو لپاره د اړتیا وړ چمتووالي او برنامه رېزۍ د څرنګوالي په اړه یې معلومات ورکړل.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت
۱۷ شوال ۱۴۴۴ - ۱۸ غوایي