د ساينس پوهنځي د رياضي څانګې د محصلينو ترمنځ رقابتي برنامه جوړه شوه.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۵۶
img

دا برنامه د ساينس پوهنځي د څلورګونو څانګو د محصلينو لپاره په ورځني ژوند کې د رياضي کارولو تر سرليک پيل شوه. 
د دې برنامې مراسم د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل شول. 
دا برنامه د ساينس پوهنځي د رئیس پوهنيار علي محمد اسماعيلي، د بيولوژي، فیزيک او کيميا څانګو د امرينو او محصلينو په حضور کې د دې پوهنځي د کنفرانسونو په سالون پيل شوه. 
پدې برنامه کې محصلينو په هوش مصنوعي کې د رياضي کارول، په بهينه سازي کې د ریاضي کارول، د سټي سکن په تصوير جوړولو کې د رياضي کارول، د کمپيوټر د متلب په وسايلو کې د رياضي کارول، متريکس او مختلفو علومو کې د رياضي کارول، په ورځني ژوند کې د مثلثاتو کاربرد، د ځای په پېژندلو کې د رياضي کارول (GPS)، د رياضياتو پراخ کاربردي په مصنوعي ځيرکتيا او داسې نورو مسايلو بحث وکړ. 
دا برنامه د ژوري هیئت په واسطه چې د دې پوهنځي له استادانو نه جوړ شوی ؤ، و ارزول شوه او په پای کې يې ممتاز ګډونوالو ته تقدير نامې په نظر کې نيول شوې چې په يوه بل ځانګړي محفل کې ورکړل شي. 
دا برنامه په آخر کې په دعا سره پای ته ورسېده. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS