د تحقیق اصولو دویم ښوونیز ورکشاپ
د تحقیق اصولو دویم ښوونیز ورکشاپ
د تحقیق د اصولو دویم پېر (دوره) ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د ۱۳ تنو استادانو په ګډون د هرات پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف په مرکز کې دایر شو.
په دې ورکشاپ کې د تحقیق کولو تګ لارې، د نمونو د حجم تعیین او د نمونو اخیستلو لارې چارې ښوودل او ور زده کېږي.
په دې ورکشاب کې د پروپوزل لیکل، د تحقیق کولو بېلابېلې تګ لارې، د نمونو د حجم تعیین، د نمونو اخیستلو لارې چارې، د تحقیق اخلاق، د پوښتنلیک برابرول او اعتبار سنجول، د اطلاعاتو مدیریت، د SPSS احصایوي برنامې زده کړه او ښودل په څلورو کچو( ابتدایي، متوسطه، پرمختللې او تخصصي)، د کنفرانسونو او علمي پوستر برابرول، د تحقیقی- علمي مقالو لیکلو لارښوونې، او د پای لیک لیکلو لارښوونې به تدریس شي.
د یادونې وړ ده چې دا ورکشاپ، د پوهنتون داستادانو د مسلکي انکشاف مرکز ورکشاپونو پسې وروسته د تحقیق اصولو د زده کړې په اړه دی چې له تېرې میاشتې څخه پیل او د کال تر پای به ادامه ولري .
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت
۶ محرم ۱۴۴۵ - ۲ زمری ۱۴۰۲