د املا او سم‌لیکنې د سیالۍ پایلې اعلان شوې

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۲۴
img

د املا او سم‌لیکنې د سیالۍ پایلې، چې د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له خوا تنظیم شوې وه، د دې پوهنځي د مسؤولانو، استادانو او محصلانو په شتون کې اعلان شوې.
په هغه محفل چې د همدې مناسبت لپاره جوړ شوی و، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس مولوي صفي‌الله احمدي په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام د ټینګښت پر اهمیت خبرې وکړې. وروسته یې په علمي نظام کې د محصل د مقام او د ټولنې د لیکدود د فرهنګ په لوړولو کې د هغوی د رول یادونه وکړه او د محصلانو پر علمي او اخلاقي مسؤولیتونو یې ټینګار وکړ.
وروسته پوهنمل ډاکټر عزیزالله مجددي، د دې پوهنځي د دري ژبې او ادبیاتو د څانګې آمر، د سم‌لیکنې پر اهمیت خبرې وکړې او هغه یې د ټولنې، په ځانګړي ډول د اکاډمیک چاپېریال له مهمو اړتیاوو څخه وبلله.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې، د پایلو له اعلان سره سم، علي‌شېر احمدي د ارواپوهنې د څانګې محصل، د دې سیالۍ لومړی مقام ترلاسه کړ. همدارنګه محمد شفیع شهیدزاده، د ارواپوهنې د څانګې محصل، دوهم مقام او سید نورآقا احمدي، د کیمیا د څانګې محصل، درېیم مقام خپل کړ.
د مراسمو په پای کې د لومړي تر درېیم مقام ګټونکو ته ډالۍ ورکړل شول او ټولو ګډونوالو ته تصدیق‌پاڼې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS