د اسلام له نظره د کسالت څېړنه، علتونه او د هغه د مقابلې حل لارې علمي کنفرانس
د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي فرهنګي کمېټې د اسلامي ثقافت څانګې په همکاري یو علمي کنفرانس « د اسلام له نظره د کسالت څېړنه، علتونه او د هغه د مقابلې حل لارې» تر سرلیک لاندې د دې پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې د شیخ الحدیث مفتي هدایت الله منیب په حضور کې چې د دې پوهنځي رئیس دی، وړاندې کړ.
دا محفل د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو.
وروسته د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد دکتور محمد اسماعیل حقاني د دې موضوع علمي تحلیل د غونډې حاضرینو ته وړاندې کړ.