د استراتیژیک پلان غونده
د لوړو زده کړو وزارت د بیالیدونکي پوهاند دکتور محمد یوسف امیني، د استادانو چارو آمر پوهنمل رحیم بخش فقیر یار، د هرات پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنمل فضل الرحمن یزداني او د پوهنتون د استراتیژیک پلان کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د استراتیژیک پلان د آماري او ادبي اصلاح او مرور په موخه یوه غونډه د علمي معاونیت د کنفرانسونو په اتاق کې دایره شوه.