د «عامه اړیکو د غوره بصري اثر» د سیالۍ د پایلو اعلان
د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د « عامه اړیکو د غوره بصري اثر» د سیالۍ پایلې، د دې پوهنځي د ریس حافظ مولوي احمد فیروز شهابي، د عامه اړیکو د څانګې د آمر پوهنیار خلیل احمد سروش، استادانو او د داوران ډلې د غړو په شتون کې اعلان شوې.
دا مراسم د کلام الله په مبارکو آیتو په تلاوت سره پیل شو، په دوام کې، د عامه اړیکو د څانګې آمر پوهنیار خلیلاحمد سروش په خپلو خبرو کې داسې پرګرامونو د لاره اچولو موخه د ګرافیک ډیزاین په برخه کې د محصلینو د غوره استعدادونو هڅونه، پېژندنه او د انګېزې رامنځته کول وبلل.
نوموړي زیاته کړه چې د داسې سیالیو ترتیبول د محصلینو د نوښتونو د ودې، استعداد د غوړېدو او د هغوی د عملي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي.
ورپسې، د دې سیالۍ درې تنه غوره محصلین معرفي شول چې د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکولو سره وستایل شول. همدارنګه، د دې سیالۍ ترتیبولو مسؤلین په دې باور دي چې، د داسې پرګرامونو لاره اچول د محصلینو د استعدادونو د ودې، د انګیزې د زیاتوالي او د هغوی د وړتیا د ښودلو لپاره د فرصتونو د برابرولو په لاره کې یواغېزمن ګام دی.
