آنلاین سیمینار: اضطراب؛ خاموش دښمن او که مثبت محرک؟

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
img

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالۍ د مشورې مرکز د هېواد د پوهنتونونو د مشورتي مرکزونو مسوولینو لپاره د «اضطراب؛ خاموش دښمن او که مثبت محرک؟» تر سرلیک لاندې آنلاین سیمینار جوړ کړ.
دا سیمینار د محصلانو د خدماتو د انسجام آمریت د مشورې مرکز مسوول محمد شعیب شهیر په ابتکار جوړ شو، چې پکې د بېلابېلو پوهنتونونو مشاورین او مسوولین ګډون درلود.
په دې سیمینار کې اضطراب له بېلابېلو اړخونو وڅېړل شو او له وېرې سره یې توپیر تشریح شو. همداراز، د اضطراب فزیکي او رواني نښې وشنل شوې او دا موضوع وڅېړل شوه چې اضطراب څنګه کېدای شي په ځینو حالاتو کې یو مثبت محرک وګرځي او خلک بریا ته سوق کړي.
همداراز، د سیمینار یوه بله مهمه برخه د اضطراب د مدیریت او کمولو لپاره علمي او عملي لارې چارې وړاندې کول وې. په دې لړ کې، د میډیټیشن تخنیکونه، د ساه اخیستلو تمرینونه، د منفي افکارو مدیریت، او د ژوند طرز بدلون د مؤثرو میتودونو په توګه معرفي شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

BACK TO NEWS