د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو
د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي معاوین او سرپرست، مفتي هدایت الله منیب، په ګډون د پوهنځیو رئیسانو، مسؤلینو او د پوهنځیو د ستراتېژیک پلان کمېټو غړو ګډون کړی و.
دغه دوه ورځنی پروګرام د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي استاد، پوهنیار علي احمد امیري، لخوا وړاندې شو. په دې ورکشاپ کې ګډونوالو د لیدلوري او مأموریت د جوړولو څرنګوالي، ستراتېژیکو موخو ټاکلو، د تحلیل، ستراتېژیکو لومړیتوبونو ټاکلو، ستراتېژیک موقعیت تثبیتولو او ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.
د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې آمر، پوهنمل احمد فیصل اکبري، د دې پروګرام موخه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پوهنتون او پوهنځیو د معیاري ستراتېژیک
