نويو محصلينو ته د ښه راغلاست محفل

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۵۰
img

د پوهنتون د محصلانو د انسجام امريت نويو محصلانو ته د ښه راغلاست د هرات پوهنتون د رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس، د بېلابېلو پوهنځيو د رئيسانو، استادانو او محصلينو په حضور کې د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې د ښه راغلاست محفل جوړ کړ. 
دا مراسم د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شول. 
وروسته د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د هرات پوهنتون موخې، اصول او مقررات تشريح کړل. هغه وويل چې په پوره تقوا، اخلاص او پاک نيت سره د درسونو مخته بېول د هېواد د پرمختګ لامل کېږي. 
هغه دغه راز د محصلينو د هڅوونې ترڅنګ، له دوی څخه وغوښتل چې په ځاني او ټولنيزو اخلاقو سره خپلو درسونو ته دوام ورکړي. او هر کله چې د کومې ستونزې سره مخامخ شوئ، د خپلو پوهنځيو له مسؤلینو څخه مرسته وغواړئ‌. 
د غونډې په دوام د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس خبرې وکړې. هغه هم محصلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون بېلابېل لوايح او مقررات تشريح کړل. هغه وويل چې د دغو مقرراتو مرعات کول د نظم او دسپلين سبب ګرځي. 
په آخر کې د محصلينو د چوپړتیاوو د انسجام امر نظام الدين ملکي د ټولو هغو خدمتونو يادونه وکړه چې د درس په جريان کې يې دوی ته ترسره کوي. 
هغه وويل چې په دې برخه کې يوه متنوعې تګلاره تر لاس لاندې لري، چې په ترڅ کې به يې محصلين وکولاي شي په ښه توګه خپلو درسونو ته ادامه ورکړئ. دا مراسم د دعايې په کولو سره پای ته ورسېدل. 
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خیرخوا د ملا علي القاري الهروي (رحمه الله) ټولنې استادانو او فاضلانو سره وکتل.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين، د علماؤ او فاضلانو په مجلس کې د ګډون له امله خپله خوښي څرګنده کړه او د دیني علومو د لوړ مقام او د هغې د ټولنې په پرمختګ او پرمختیا کې د اهمیت په اړه خبرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۲:۳۵
Background image

*د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هرات پوهنتون له مسئولینو سره کتنه وکړه*

ډاکټر لطف الله خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات پوهنتون د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني رئیس او معاونینو سره وکتل او د مختلفو موضوعاتو په اړه بحث او ګفتمان وکړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۲:۳۳
Background image

*د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هرات پوهنتون له مسئولینو سره کتنه وکړه*

ډاکټر لطف الله خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات پوهنتون د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني رئیس او معاونینو سره وکتل او د مختلفو موضوعاتو په اړه بحث او ګفتمان وکړ. . .

BACK TO NEWS