د هرات ولايت مقاماوغالب خصوصي پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۹:۳۰
""

د هرات ولايت مقاماوغالب خصوصي  پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک نن د هرات ولايت والي  مفتي نورالدين احمد اسلام جار، په هرات کې د لوړو زده کړووزارت ځانګړي استازي او هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي منت الله اخند زاده، د غالب خصوصي پوهنتون رئيس پوهاند محمد ناصر رهياب، د هرات ولايت مقام د بشري سرچينو د پراختيا رئيس قاري  ذبيح الله عرفان، د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نعيم الحق حقاني، د لويديځ  زون د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د اتحاديې استازي او نورو دولتي ادارو رئيسانو په حضورکې  د هرات ولايت مقام د کنفرانسونو په سالون کې لاسلیک شو.

 د دې غونډې برخه والو د هوکړه ليک د پېژندنې او موخو، د هوکړه ليک تشريح او همکاري، د اکاډميکو بنسټونو ترمنځ د مرستې ارزښت، دعلمي – زده کړييزې هوکړې رامنځته کولو ارزښت اوښوونيزو پروګرامونو پر رول خبرې وکړې او دهرات ولایت مقام خبرې او لارښوونې یې هم  واوریدې.

په  دغه غونډه کې  په  هرات کې د لوړو زده کړو  وزارت ځانګړي استازي او هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال  مولوي منت الله اخندزاده  د خصوصي او دولتي  پوهنتونونو ترمنځ  د همکارۍ  د هوکړه ليک لاسلیک د دوی ستراتيژيکو موخوته د رسيدلو په لاره  کې مهم او حياتي وبلل ویې ويل:«د دغه هوکړه لیک لاسلیک د خصوصي لووړزده کړو بنسټونو ترمنځ د بشپړې سيالۍ د رامنځته کولو په لار کې یو مهم ګام دی، چې پايله یې له یوې خوا په دغو بنسټونو کې د  زده کړو د کيفيت د ښه والي لامل ګرځي او له بل  لوري د دولتي کارکوونکو د ظرفيت د لوړوالي لامل کېږي، ترڅو غوره ټولنيزې چوپړتياوې  خلکوته وړاندې کړي.»

په پای کې د هرات ولايت مقام او غالب پوهنتون د رئيس او نورو برخه والو په وړاندې هوکړه ليک لاسلیک شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۹
Background image

د چاپ ماشينونو د عملي او تخنيکي زده کړې ورکشاپ د ژورنالېزم په پوهنځي

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د څلورم ټولګيو محصلانو لپاره د چاپ ماشينونو د پيژندني او کاروني اړوند عملي او تخنيکي زده کړې په پار دوه ورځنی ورکشاپ راپيل شو.
دا ورکشاپ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۹
Background image

په هرات پوهنتون کي د ليلې محصلينو لپاره روزنيز سمينار وړاندي شو

په هرات پوهنتون کي د ليلې محصلينو ته يو ورځنی روزنيز سمينار وړاندي شو، چي د پوهنتون رئیس شيخ عبدالغني حقاني، د محصلانو چارو مرستيال شيخ عبدالهادي ذوالهادي، د دفتر آمر، کارکوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۹
Background image

د (WordPress) په مرسته د وېبپاڼې ډیزاین او زده‌ کړې اونيز سمينار راپيل شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت د رسنيو مرکز له لوري د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د (WordPress) په مرسته د وېبپاڼې ډيزاين زده کړې اونيز سمينار راپيل شو.
ددې سمينار. . .

BACK TO NEWS