د هرات ولايت د علماوو شورا

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۹:۲۳
""

د هرات ولايت د علماوو شورا د پيژندنې او مشورتي ناسته د دغه ولايت د علماوو شورا د رئيس شیخ الحديث والتفسير محمد بشرحليمي، دهرات پوهنتون د رئيس پوهندوی عبدالعزيز نعماني، په هرات کې د لوړوزده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي منت الله آخندزاده، د علماوو شورا مرستيال شيخ الحديث والتفسير مولوی عبدالحميد او ګڼو علماوو کرامو، د دولتی او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسینو د پوهنځيو رئيسانو او استادانو په وړاندې  د ولايت مقام په سالون کې د نظر د يووالي اصل او د د يني  زده کړو د مرکزونو او پوهنتونو ترمنځ  د همکارۍ او دغه مهم امرته د رسيدو په موخه د ایره شوه.

ناسته د مفتي ګل احمد سامع له خوا د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د علماوو شورا رئيس شیخ الحديث والتفسیرمولوي محمد بشرحليمي د د يني مدرسو او د پوهنتونونو د استادانو ترمنځ د نظرياتو او افکارو د نږديوالي پراړتيا عالمانه او هراړخيزې خبرې وکړې.

ورپسې د هرات پوهنتون رئيس مولوي عبدالعزيز نعماني د خپلواکۍ او اسلامي نظام د واکمنۍ له فرصت غنيمت ګڼلو څخه په ګټې اخيستنې علمای کرام او استادان په فردي او ټولنيز ژوند کې د مادي اومعنوي اړتیاوو پاملرنې او ساتنې ته وهڅول، د مدرسو او پوهنتونو ترمنځ  د واټن د رامنځته کيدو د عواملو پر علمي څرګندتیا او د حل د لارو چارو پرسنجولو یې  ټينګار وکړ.

وروسته دهرات پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل محمود شفيق هم د ديني او ساينسي علومو اړتیا ته اشاره وکړه او د اسلام  د دين پر هراړخيزوالي او بشپړوالي یې خبرې وکړي.

بيا حاجي خليفه صاحب مولوي عبدالقدوس د عقيدتي زده کړو او سالمې ښوونې پرارزښت خپلې عالمانه څرګندونې وکړې.

ورپسې  د غالب خصوصي پوهنتون رئيس پوهاند محمد ناصر رهياب او د جامي  پوهنتون علمي مرستيال استاد رحيمي د اړيکو پرارزښت او اړتيا خبرې وکړې او د هراړخیزې همکارۍ خبر یې ورکړ.

وروسته د علماوو شورا مرستيال  شیخ الحديث والتفسير عبدالحمید  د نظر د يووالي  پر اړتیا او د مدرسو او پوهنتونونو ترمنځ د اړيکو پر اهميت ټينګار وکړ او د هر اړخيزې همکارۍ خبر يې ورکړ.

دعلماوو شورا مرستيال د حنفي مذهب په چوکاټ کې د افکارو او عقايدو يووالي ته د پاملرنې ترڅنګ د علمي – اکاډمیکو غوڼدو پرجوړيدو او د اسلامي نظام څخه پرهر اړخيز ملاتړهم خبرې وکړې.

دغه راز د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ رئيس پوهنوال محمدناصرمعين هم دعلم د زده کړې پرارزښت او اسلامي تمدن ژوندي کولو په هکله خبرې وکړې د ا.ا.ا مسئولینو څخه یې د پوهې اړتيا ته په کتو دغې برخې ته د لازیاتې  پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS