د هرات والی د پوهنتون په علمي شورا کي ګډون وکړ

hu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۱۱:۵
""

د هرات والي سید عبدالوحید زاهد قتالی، د ملی امنیت څارنوالی رئیس احمد ولی سمندر او د ولایتي شورا منشی نجیب الله محبي د پوهنتون په فوق العاده علمي شورا غونډه کي ګډون وکړ.

د هرات پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر عبدالله فایز د هرات والي او دهغه سره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ يې د کابل پوهنتون غمیزه وغندل، شهیدانو ته يې جنت او زخمیانو ته يې عاجله شفا وغوښتل او خپل د تسلیت او غم شریکي مراتب يې وړاندي کړل.

.وروسته د هرات والي خبري وکړي او پرونی تروریستي برید يې یو غیر انساني او اسلامي عمل وباله او ټینګار یې وکړ چې د علمي چارو اسانه کول او د استادانو او محصلینو لپاره خوندي چاپیریال رامینځته کول، یو اصل دی.

د هرات والي د دې مطلب په څرګندولو سره چې امنیت د دولت مسؤولیت دی او امنیتي ځواکونه په دې برخه کې په صادقانه ډول کار کوي، وویل:" زبون دښمن د ځوانانو ، ملکي وګړو ، علمي او تحصیلي موسسو په نښه کولو سره خپل ظالمانه کړنې او خلکو سره خپله دښمني ثابته کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS