د لوړو زده کړو وزارت نوی سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوی نداءمحمد ندیم د ویډیو کنفرانس له لاري د پوهنتونونو له رئیسانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۸:۴۵
""

په یاد ویډیو کنفرانس کې چې د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړو زده کړو وزارت ځانګړی استازی او د هرات پوهنتون د مالی او اداري چارو مرستیال مولوي منت الله آخندزاده، د هرات پوهنتون د محصلینو د چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس او د هرات پوهنتون د استادانو د چارو آمر او د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار هم ګډون درلود، شیخ صاحب نداء محمد ندیم د پوهنتونونو رئیسان او نور مسئوولین خپل دندو ته متوجه کړل او ویې ویل چې «خدای جل جلاله موږ او تاسو ته د قربانیو په بدل کې یو غوره اسلامي نظام په برخه کړ نو ددي نظام د پایښت او ټینګښت لپاره موږ او تاسو ته اړینه ده چې د ا.ا.ا اطاعت وکړو، نیتونه مو پاک او ريښتني وساتو، په پوره اخلاص سره کار وکړو او د دندي سرته رسول د ځان لپاره عبادت وګڼو». همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پوهنتونونو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې د وطن د اولادونو په تربيي کې له اخلاصه کار واخلي.
د غونډې په پاې کې د مرکز او ولایایتونو د دولتي پوهنتونونو رئیسانو خپل نظریات، ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریک کړل چې د وزارت د ښاغلي سرپرست لخوا واوریدل شول او د مشکلاتو د حل او د وړاندیزونو د عملي کیدلو په اړه یې دوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۳:۱۶
Background image

*د هرات پوهنتون د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه*

د هرات پوهنتون د رهبرۍ شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه‌الله، د هرات پوهنتون د رئیس، د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۳:۱۱
Background image

*د محصلانو چارو مرستیالۍ د پوهنځیو د تدریسي مدیرانو سره مشورتي غونډه*

د محصلانو چارو مرستیالۍ مشورتي غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
په پیل کې، الحاج شیخ الحدیث مولانا عبدالهادي ذوالهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له خوا د پوهنځیو له رئیسانو او استادانو سره غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت یوه غونډه وکړه چې پکې د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله د هرات پوهنتون رئیس، شیخ عزیزالرحمن مهاجر د هرات ولایت د امر بالمعروف او. . .

BACK TO NEWS