د لوړو زده‌کړو وزارت او د هرات پوهنتون د ترکیې د جمهوریت قونسلګرۍ او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د علمي او څېړنیزو همکاریو څخه مننه وکړه.

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۲۸
img

د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د ترکیې د جمهوریت قونسلګرۍ او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د علمي او څېړنیزو همکاریو د تقدیر په مناسبت یو محفل جوړ کړ، چې پکې د پوهنتون مرستیالان، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون درلود.

یا محفل د کلام الله د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، وروسته د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال پوهنوال ډاکټر نورعلي مهمند د ترکیې د جمهوریت قونسلګرۍ او د (تیکا) ادارې د دوامدارو علمي، څېړنیزو او بنسټیزو همکاریو څخه مننه وکړه. هغه دغه همکاریانې د پوهنتونونو د علمي، څېړنیزو او بنسټیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره اغېزمنې او ارزښتناکې وبللې او د دواړو هېوادونو د لوړو زده‌کړو ادارو ترمنځ یې د علمي او اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ورپسې د انجینرۍ پوهنځي رئیس پوهنمل انجینر پاسون عارفي هم له دغو همکاریو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه ملاتړونه دې د ښوونې، څېړنې او لابراتوارونو د تجهیز په برخو کې لا دوام وکړي، څو استادانو او محصلانو ته د لا زیاتې ودې او پرمختګ زمینه برابره شي.

وروسته، په هرات کې د ترکیې د جمهوریت سرقونسل ډاکټر توزجان قاضي اوغلو، د لوړو زده‌کړو وزارت او د هرات پوهنتون له ښه نظر څخه مننه او قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه چې په هرات کې د ترکیې د جمهوریت قونسلګري او د تیکا دفتر تل هڅه کوي چې د فرهنګي او بنسټیزو برخو په اړخ کې له هرات پوهنتون سره اړینې همکارۍ ولري. هغه وویل چې په راتلونکي کې به په هرات پوهنتون کې لا ډېرې پروژې او پروګرامونه عملي کړي.

وروسته د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد او د استادانو د چارو آمر او د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهندوی رحیم‌بخش فقیریار هغه منن لیکونه چې د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا چمتو شوي وو، مېلمنو ته وسپارل.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د «اسلام له نظره د مدیریت اصول او بنسټونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

دغه یو ورځنی سمینار د هرات پوهنتون د مالي او اداري مرستیالۍ د کارکوونکو چارو آمریت د ظرفیت لوړولو مدیریت له لوري، د دې علمي بنسټ د څلورم او پنځم بست آمرانو او مدیرانو لپاره جوړ شوی و.

. . .

BACK TO NEWS