علمي سةینار «د خطر مدیریت؛ د بریالیو مدیرانو هنر» ترسره شو.

nta_new_user
Mon, May 04 2026 9:28 AM
img

د هرات پوهنتون د عامه ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي له لوري یو علمي سمینار د «د خطر مدیریت؛ د بریالیو مدیرانو هنر» تر عنوان لاندې د دې پوهنځي د استاد پوهنیار حبیب الله عرب‌زاده له خوا جوړ او ترسره شو.
په دې سمینار کې خطر د یوې داسې اغېزمن فکتور په توګه تعریف شو چې د سازماني موخو د تحقق پر کچې مستقیم اغېز لري، او بېلابېل ډولونه یې لکه مالي، عملیاتي او ستراتیژیک خطرونه وڅېړل شول. همدارنګه، د خطر مدیریت بهیر چې پکې د خطر پېژندنه، تحلیل، ارزونه، د مناسبو تدابیرو نیول او پرله‌پسې څارنه شامله ده، په منظم ډول تشریح شو. د خطر پر وړاندې د ځواب ورکولو ستراتیژۍ لکه مخنیوی، کمول، انتقال او منل هم د بنسټیزو لارو په توګه وړاندې شوې.
وروسته د تصمیم‌نیونې د کیفیت په لوړولو، د ناوړه پایلو په کمولو او له فرصتونو څخه په ګټه اخیستنه کې د خطر مدیریت رول وڅېړل شو، او په بحراني حالاتو کې یې ارزښت لا زیات روښانه شو. په پای کې د خطر مدیریت د بریالیو مدیرانو له بنسټیزو مهارتونو څخه یو مهم مهارت وبلل شو.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون هرات ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و مجله علمی. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS