د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت
د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د تدارکاتو، تهیه او خدماتو آمر قاري نثار احمد قاسمي هم شتون درلود او له نږدې څخه د خدماتو د وړاندې کولو بهیر، نظم او د محصلانو د نقلیه وسایطو ترتیب او تنظیم وڅېړل شو. د پوهنتون مالي او اداري مرستیال د محصلانو سره د خبرو پر مهال د هغوی نظرونه او وړاندیزونه د خدماتو د ښه والي په موخه واورېدل.
همدارنګه، ښاغلي مجاهد د پارکینګ له قراردادي مسؤل سره وکتل او د محصلانو سره په ښه چلند، مسؤلانه سلوک، د امنیت په تأمین او د وسایطو په سمه ساتنه یې ټینګار وکړ. هغه وویل چې قراردادي شخص مکلف دی چې ټول خدمات د شرطنامې د موادو او ټاکل شوو اصولو سره سم په معیاري ډول وړاندې کړي.
