د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې کنفرانس کې استاد عبدالرحمن سلیم د ملکي وګړو د مفهوم او ځایګی د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره وڅیړه او څرګنده یې کړه چې څنګه د قرآن کریم آیتونه او د نبوي احادیثو لارښوونې د ملکي وګړو د حقوقو پر ساتنه ټینګار کوي.
همدارنګه نوموړي د جګړو پر مهال له ملکي وګړو سره د چلند په اړه د اسلامي علماو نظریات بیان کړل او دا یې وڅیړل چې دغه ښوونې څنګه له نړیوالو اصولو او مقرراتو سره سمون خوري.
په دې علمي کنفرانس کې یو بل مهم بحث د ملکي ځایونو (لکه تعلیمي، صحي، دینی او کلتوري مرکزونه) د مصداقونو په اړه و، چې د جګړو پر مهال د دغو ځایونو د خوندیتوب اړتیا باندې ټینګار وشو.
په دوام کې استاد د ملکي وګړو د حقوقو د نه رعایت د پایلو او زیانونو یادونه وکړه او په وسله والو شخړو کې یې د اخلاقي او بشري اصولو د رعایت پر اړتیا ټینګار وکړ.