خلاصه بیوگرافی مفتی عبدالستار المحسن رئیس پوهنتون هرات
مفتي عبدالستار «المحسن » د مولوي عبدالصمد مرحوم زوی او د والي مرحوم لمسی دی، چي د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ د کوه منډک د کارېز سره پلارنی تړاو لري. نوموړی د شوروي اتحاد د اشغال پر مهال، په تاریخ: ۱۱ /۱۱ / ۱۴۰۱. هـ.ق کال، دغورک ولسوالۍ په (سرخآباد) کلي کي دې فاني دنیا ته سترګي وغړولي.
د مفتي صاحب والد محترم، مولوي عبدالصمد - رحمهالله - د روسانو پر ضد د جهاد په سنګرونو کي د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د حیدرآباد په سیمه کي یو باعزمه مجاهداو د جهادي قافلېسالار او قومندان وو، له همدې امله، د حالاتو د سختوالي له وجهي، مفتي صاحب لا پنځه کلن هم نه وو چي له خپلي کورنۍ سره یي د هجرت اوږده او د درده ډکه لاره ونیوله، او بلوچستان ته مهاجر سو. هلته یي د سرانانو په سیمه کي د هجرت شپې او ورځي تېرولي، له درې کاله ستړي هجرت وروسته، کله چي د شوروي اشغالګرو تورې شپې د ازادۍ په سپېڅلي رڼا بدلې سوې، مفتي صاحب بېرته خپل ګران هيواد افغانستان ته راستون سو، او په هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د حیدرآباد په سیمه کي یې نوی ژوند پیل کړ، مفتي عبدالستار «المحسن» د هجرت، ستونزو، قربانیو، او بیا د خپلواکۍ د خوږو شېبو ژوندی شاهد دی، او د هغه ماشومتوب له قربانیو، هجرت او ایماني ثبات څخه ډک دی.
زدهکړي او فراغت:
مفتي صاحب خپل اولنۍ زدهکړي، چي پکښي د صرف او نحو ابتدائي کتابونه هم شامل دي، دخپل قدرمن والد صاحب - رحمه الله تعالی - نه کړي دي، ورپسي يي ځیني نور علوم، لکه نحو، منطق او د فقهي ابتدائي کتابونه د خپل علاقې له مشهوره او جید عالم، شیخ الحدیث والتفسیر،الحاج مولوي محمد حقاني - حفظه الله - نه زده کړي دي، د تکميلې د کتابونو زده کړي يې بیا د مشهوره او ژور علم لرونکي عالم، مولانا مصباحالله هزاروي ـ حفظه الله تعالی ـ نه تر لاسه کړي دي.
د میراث د علم اجازه مفتي صاحب ته د مولانا نعمتالله حقمل سجاوندي لخوا ورکړل سوې ده. همداراز، د اشغال په لومړي کال کي، چي لا مفتي صاحب کم عمره وو، دغورک ولسوالۍ له یوه بل جید عالم، شیخ الحدیث، مولانا عبدالمجید ـ حفظه الله ـ نه يي د عقائدو علم زده کړی دی.
د تفسیر اجازه یي د بلوچستان له مشهور مفسر، سید نخبةالله آغا صاحب څخه (چي مشهور په کډي آغا وو) ترلاسه کړي ده.
دا چي د غربیانو په راتګ سره د هيواد په ګوټ ګوټ کي د دیني علم دروازي وتړل سوي، نو مفتي صاحب د لوړو زدهکړو لپاره هجرت وکړ. هغه د - بلوچستان- قلعه عبدالله ولسوالۍ ته ولاړ او هلته يي په «دارالعلوم العربیة، کراس» مدرسه کي د علم وړه دوره د تقوی لرونکي عالم، الحاج مولوي نصرالدین الهروي رحمه الله نه واخیستله.
د لویې دورې (عالمیه) سند يي بیا له همدې مدرسې د استاد الحاج مولوي محمدظریف - حفظه الله تعالی - نه تر لاسه کړ.
مفتي صاحب وروسته د کندهار په مشهوره مدرسه، دارالعلوم اشرفیه کي د افتاء او قضاء د تخصص (العالمیة العلیا) دوه کلنه مرحله پر جید عالم مفتي سیداحمد«صابر» هم بشپړه کړه، د همدې تخصص علمي مقاله یې د "وفاء الوفا في تشریح بیع الوفا" په نوم د یو علمي اثر په شکل تکمیل کړه، چي تر اوسه یو ځل، ټول ټال (۱۰۰۰) ټوکه چاپ سوي ده.
او علمي اسناد یې د افغانستان اسلامي امارت، د لوړو زده کړو وزارت، لخوا دلیسانس، ماشټرۍ او دکتورا تر کچي ارزیابي سوي، او تر دکتورا پوري یې رسمي اسناد تر لاسه کړي دي.
او په علمي مراتبو کي یې تر دا مهاله د پوهندوی رتبه خپله کړي ده.
که څه هم د ده د فراغت په وخت کي افغانستان د اشغال تر چتر لاندې وو او د علمي پرمختګ لپاره ګڼ خنډونه وو، خو مفتي صاحب هیڅکله خپله حوصله له لاسه ورنکړه. هغه د جهادي خدمتونو تر څنګ په کلیوالو سیمو کي په دیني مدارسو او مساجدو کي تدریس ته دوام ورکړ او د مختلفو علومو، فنونو، حدیثو او تفسیر تدریس يي تر سره کړ.
سیاسي فعالیتونه:
محترم مفتي صاحب، د امریکا او ناټو ځواکونه د اشغال د پای ته رسېدو (د افغانستان فتحه) نه مخکي، د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کي، د اشغالګرو پر ضد دمبارزې په لیکو کي مخامخ ګډون درلود. هغه نه یوازې په سنګرونو کي مبارزې، بلکي د خپل محاذ د مجاهدینو د اصلاحي کمېسیون مسؤولیت هم ور ترغاړه وو، چي دا مسؤولیت یې په زړورتیا، اخلاص او تدبیر سره تر سره کړ.
د دې مبارزاتو په جریان کي، د اسلامي امارت له خوا مفتي صاحب د سنګین ولسوالۍ دابتدائیه محکمې د مفتي په توګه رسمًا وټاکل سو. نوموړي دا وظیفه دوه کاله پر غاړه درلوده، او د عدلي او قضائي چارو تر څنګ یې د خلکو تر منځ شخړې او منازعات په شرعي توګه حل کول.
وروسته د امارت د لزوم دید په اساس، مفتي صاحب د هلمند ولایت د نظامي کمېسیون د غړي او اداري مسؤول په حیث وټاکل سو، او دغه مهم مسؤولیت یي داشغال تر پایه نږدي درې کاله په بریالۍ توګه تر سره کړ.
د اسلامي امارت تر بریا وروسته، مفتي صاحب د (۲۱۵) العزم قول اردو د تعلیم او تربیې د مدیر په توګه رسمًا وټاکل سو. چي تر څنګ یې د تصفیې کمېسیون کي هم غړیتوب درلود. د هغه علمي شخصیت، فقهې مهارت او تخصصي وړتیا ته په کتو، دلوړو زده کړو وزارت له لوري په نېټه ۲۲/۴/۱۴۰۲ هـ ش، په هلمند ولایت کي د"تخصص في الافتاء والقضاء" اړوند د تخصصاتو ریاست له لوري، د نوي تأسیس سوي دیني جامعې، چي د «امام محمد رحمه الله»په نوم نومول سوي ده، علمي مرستیال او سرپرست رئیس په توګه وټاکل سو.
د نوموړي د غوره خدماتو او بریالي مدیریت په برکت، په نېټه- ۹/۳/۱۴۰۳ هـ ش، مفتي صاحب رسمًا د همدې دیني جامعې رئیس وټاکل سو. هغه د دي مسؤولیت ترڅنګ، په یاده جامعه کي د قضا د برخي استاد هم وو، او یو شمېر متخصصین یې له علم او تجربې برخمن کړل.
وروسته بیا د لوړو زده کړو وزارت د لزوم دید او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء د حکم په اساس، مفتي صاحب د هرات زون، د «ملا علي القاري الهروي رحمه الله» دیني جامعې د رئیس په توګه وټاکل سو.
بیا په تاریخ : ۳۰/۱۲/۱۴۴۷. هـ ق . د امیرالمؤنين حفظه الله تعالی ورعاه د حکم په اساس دهرات پوهنتون د عمومي رئيس په توګه وټاکل سو چي اوس مهال د همدې پوهنتون دعمومي ریاست دنده د رئیس په توګه تر سره کوي.
د لیکوال تألیفات:
۱ - (د حیض او نفاس مسایل ) پښتو، درې ځله چاپ سوی / ۳۳۰۰ ټوکه.
۲ - (وفاء الوفا في تشریح بیع الوفا) عربي، یو ځل چاپ سوی / ۱۰۰۰ ټوکه.
۳ - (أحسن التحقیق في تکبیرات التشریق ) عربي، یو ځل چاپ سوی / ۱۰۰۰ ټوکه.
۴ -(میراث او د چېلنج قواعد)پښتو، د چاپ چاري، د لوړو زده کړو وزارت ته سپارل سوي.
۵- (بیع الوفا په اسلامي فقه کي) د وفاء الوفا پښتو ژباړه او تحقیق:۱۰۰۰ ټوکه.
۶ – (داميرالمؤمنین[حفظه الله] ویناوي د شریعت په رڼاکي : ۱۰۰۰ ټوکه.
الله تعالی دې د مفتي صاحب په علم، حکمت او تدبیر کي لا نور برکت واچوي، او ددین د خدمت لپاره دې نور هم ثابت قدمه وساتي. آمین.
الحاج مفتي مولوي جانان عابد صاحب