د انلاين ټولګي (Google Classroom) اړوند سمينار وړاندي سو

د هرات پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د برېښنايي زده کړو کمېټې له لوري محصلانو ته د آنلاين ټولګي سمينار وړاندي سو.
دا سمينار چي د پوهنيار سيد مودود اسلامزاده له لوري چمتو سوی و، محصلانو ته پکښي د آنلاين ټولګي پيژني او د درسي بهير مخته وړلو په تړاو عمومي مالومات وړاندي کړل.
ددې ترڅنګ د استاد اسلامزاده له لوري محصلانو ته ددې ټولنيزې شبکې يا پلتفورم کاروني اړوند نوري برخي لکه په ټولګي د برېښناليک له لارې په آنلاين بڼه ګډون، کورنۍ دندې استادانو ته لېږل، پوښتونو ته ځواب ورکول، په آنلاين بڼه په آزموينه کي ګډون، د مطالبو، کتابونو، سمينارونو او اسنادو په آنلاين ډول لېږد په عملي کار سره محصلانو ته ور وښودل سوه.
د سمينار په پای کي د استاد له لوري د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول او سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.