د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو سره د دعوتي چارو د همغږۍ غونډه

nta_new_user
Sat, Feb 07 2026 10:37 AM
img

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د خصوصي پوهنتونونو د مشرانو سره د دعوتي چارو د همغږۍ یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس، هم ګډون درلود.
په دې غونډه کې د هرات پوهنتون رئیس د خصوصي پوهنتونونو د مشرانو او د دعوت او ارشاد د آمران د ښه راغلاست په ترڅ کې، د علم او علماوو ارزښت او د دوی مؤثر رول د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې بیان کړ. هغه ټینګار وکړ چې علم د یوې سالمې ټولنې د روزنې بنسټ دی او د علماوو او علمي بنسټونو مسؤلیت د ځوان نسل فکري لارښودنه خورا اړینه ده.
وروسته مولانا عبدالغني حقاني د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ارزښت په هکلهه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا د یو مسلمان او مسؤل شخص بنسټیزه ځانګړتیا ده. هغه زیاته کړه چې مسلمان باید خپل ځان د کفارو د کلتور سره پرتله نه کړي، بلکې لازمه ده چې د اسلامي کلتور ریښتینی ارزښت په ټولنه کې، په ځانګړي ډول په علمي او پوهنتونونو چاپېریال کې، پلي شي او دا کلتور په سمه توګه محصلینو ته انتقال شي. همدارنګه هغه د علمي بنسټونو د کارکوونکو او مسؤلانو په سیرت او ظاهر بشپړه پاملرنه ټینګار کړه.
په پای کې د هرات پوهنتون رئیس د خصوصي پوهنتونونو له مشرانو وغوښتل چې د دعوت او ارشاد د آمران سره جدي همکاري وکړي او د علمي او دعوتي پروګرامونو په فعال ګډون سره، په تعلیمي چاپېریال کې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره اغېزناکه برخه ولري.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون هرات ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و مجله علمی. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS