د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي دوهم سوکسله دستګاه فعاله شوه.
د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي څانګې د خوړو د موادو د انالیز په لابراتوار کې د ښوونې او روزنې او علمي څېړنو د کیفیت د لوړولو په موخه دوهمه سوکسله دستګاه فعاله کړه.
پوهنمل علي محمد اسماعیلي، د ساینس پوهنځي د بیولوژي څانګې آمر، د لابراتوارونو د سمبالولو او محصلانو ته د پرمختللو اسانتیاوو د برابرولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: عصري تجهیزات د ښوونې د کیفیت په لوړولو او د علمي څېړنو په ترسره کولو کې مهم رول لري.
د بیولوژي د څانګې د لابراتوارونو مسؤول راشد اعظمي وویل: د دغو دستګاوو په وسیله به محصلان وکولای شي لا ډېر عملي تجربې تر لاسه کړي او په بېلابېلو بیولوژیکي برخو کې خپل مهارتونه پیاوړي کړي.
