*د هرات پوهنتون د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه*

nta_new_user
Wed, Jan 29 2025 1:16 PM
img

د هرات پوهنتون د رهبرۍ شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه‌الله، د هرات پوهنتون د رئیس، د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې، شیخ‌القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه‌الله، د هرات پوهنتون رئیس، د مشورې او شورا پر ارزښت ټینګار وکړ او د پوهنتون د مختلفو برخو ترمنځ هماهنګي یې د علمي او اداري فعالیتونو د ښه والي لپاره یو اساسي رکن وباله. هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې باید په ګډه هڅه وشي، تر څو د تحصیلي کیفیت او علمي خدماتو کچه لوړه شي.
د هرات پوهنتون رئیس زیاته کړه چې د پوهنتون د داخلي همکاریو پیاوړتیا، د مؤثرو برنامو تطبیق، تعهد او اخلاص، د دې علمي بنسټ د علمي او اداري پرمختګ لپاره اساسي کلیدونه دي.
ورپسې، د غونډې غړو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل، د موجودو ستونزو، د تعلیمي بهیر د ښه والي، د تحصیلي برنامو د تطبیق د چټکتیا، او د علمي او اداري خدماتو د لا لوړولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون علوم طبی کابل ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS