د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
img

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو د رامنځته کولو په اړه خپله علمي څېړنه د هرات ولایت د والي شیخ مولانا اسلام‌جار او یو شمېر نورو د نظرانو نظر خاوندانو په شتون کې وړاندې کړه.

په دې علمي ناسته کې د هرات والي، د امارتي ادارو یو شمېر رئیسانو، د هرات پوهنتون د علمي څېړنو مرستیالۍ، د صنعت او سوداګرۍ خونې رئیسانو، د خصوصي سکتور کارپوهانو او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادانو ګډون کړی و. په ناسته کې د آزادو سوداګریزو سیمو د ونډې، اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د پانګونې د راجلبولو په اړه د ترسره شوې څېړنې موندنې وڅېړل شوې او پرې بحث وشو.

په دې څېړنه کې د آزادو سوداګریزو سیمو د رامنځته کولو ګټې او زیانونه، قوتونه او کمزورۍ، فرصتونه او ننګونې و ارزول شوې او د موضوع بېلابېل اړخونه په تخنیکي ډول تر څېړنې او ارزونې لاندې نیول شوي دي.

د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د یادې علمي څېړنې هرکلی وکړ او د پرېکړو کولو او اقتصادي پراختیا په بهیر کې یې د څېړونکو او پوهنتونونو د استادانو د علمي او تخصصي ظرفیتونو پر کارولو ټینګار وکړ.

همدارنګه اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې د آزادو سوداګریزو سیمو د رامنځته کولو موضوع په لا زیات دقت وڅېړي، اړینې څېړنې ترسره کړي او د مطالعاتو له بشپړېدو وروسته خپلې مشخصې پایلې او وړاندیزونه د ولایت مقام ته وړاندې کړي، ترڅو په راتلونکو پړاوونو کې دغه طرحه د پرېکړې لپاره د اسلامي امارت محترمې کابینې ته وړاندې شي.

په پای کې پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم د هرات ولایت والي شیخ مولانا اسلام‌جار له لوري د نوموړې علمي څېړنې د وړاندې کولو په پار وستایل شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

نصب و فعال سازی ماستر پمپ در پوهنتون هرات

به‌منظور رفع مشکل انتقال آب به طبقات بالایی تعمیرهای پوهنتون هرات و بهبود روند تأمین آب مورد نیاز بخش‌های مختلف، ماستر پمپ آب با تلاش معاونیت مالی و اداری این پوهنتون خریداری، نصب و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

کنفرانس اعجاز علمی قرآن کریم برگزار شد.

کمیتۀ فرهنگی و خدمات محصلان پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون هرات به‌منظور تقویت فرهنگ قرآنی و تعمیق شناخت محصلان از مفاهیم و معارف قرآن کریم، کنفرانس «اعجاز علمی قرآن کریم» را با حضور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

برنامه معرفی پوهنتون هرات برای محصلان جدیدالشمول برگزار شد.

آمریت انسجام خدمات محصلان معاونیت محصلان پوهنتون هرات، برنامه معرفی این نهاد علمی را برای محصلان جدیدالشمول برگزار کرد. در این برنامه، پوهندوی دکتور عبدالباری قانت، استاد پوهنځی شرعیات. . .

BACK TO NEWS