د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
img

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې دغه پوهنځی په لومړي پړاو کې د ۷۳۰ لیتره بېلابېلو مینځلو موادو په تولید بریالی شوی دی، چې پکې د لاس مینځلو مایع، د لوښو د مینځلو مواد او د ښیښو پاکوونکی شامل دي. هغه زیاته کړه چې په راتلونکي کې پلان لري څو د دغو محصولاتو تولید زیات کړي، تر دې چې د پوهنتون ټولې اړتیاوې د میځلو موادو په برخه کې د کورنیو تولیداتو له لارې پوره شي.
په همدې حال کې، مفتي هدایت‌الله منیب، د هرات پوهنتون علمي معاونیت او سرپرست، د ساینس پوهنځي د استادانو د هڅو او د مالي او اداري معاونیت د همکارۍ ستاینه وکړه او دا اقدام یې د پوهنتون د ځان‌بسیاینې په لور یو مهم ګام وباله. هغه هیله څرګنده کړه چې نور پوهنځي هم د څېړنیزو او عایداتي طرحو په وړاندې کولو سره، د اړوندو معاوینیتونو په همغږۍ، د دې علمي بنسټ د داخلي وړتیاوو په پیاوړتیا او پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

نظارت از ارائه خدمات پارکینگ وسایط نقلیه محصلان پوهنتون هرات

حافظ محمد بشیر مجاهد، معاون مالی و اداری پوهنتون هرات، به‌منظور ارزیابی کیفیت خدمات و بررسی وضعیت عمومی پارکینگ وسایط محصلان، از این بخش بازدید به‌عمل آورد.
در این بازدید، قاری نثاراحمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

جلسه شورای علمی پوهنتون هرات برگزار شد.

جلسه شورای علمی پوهنتون هرات با حضور شیخ‌القرآن و الحدیث شیخ عبدالغنی حقانی رئیس پوهنتون هرات، معاونان پوهنتون، رؤسای پوهنځی‌ها و استادان برگزار گردید.
این جلسه با تلاوت آیاتی چند از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

ثبت نام کانکور ماستری پوهنتون هرات

ثبت نام کانکور ماستری پوهنتون هرات
پوهنتون هرات در کانکور سمستر خزانی 1405 و در رشته های ماستری زیر ثبت می نماید:
1-  پوهنځی شرعیات و علوم اسلامی رشتۀ فقه و قانون
2-  پوهنځی ادبیات رشتۀ
. . .

BACK TO NEWS