د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې يو ورځنی سیمينار

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۹:۵۸
img


د هرات پوهنتون د ظرفیت د لوړولو او انکشاف عمومي مديريت د ادارې او پاليسي عامه پوهنځي په همغږۍ سره د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې سيمينار د هرات پوهنتون اداري پرسونل او د اسلامي امارت د نورو ادارو کارکوونو ته وړاندې کړ. 
په دې سيمينار کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، علمي مرستيال محمد موسی فایق، اداري مرستيال ملا انعام الله انعام، د ادارې عامه پوهنځي رئيس پوهنمل دوکتور حفيظ الله جواد او نورو ګډون کړی وو. 
په پيل کې يې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د دې سيمينار له جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ دا سيمينار د لوړو زده کړو د تحصلي مؤسسو او بنسټونو مسؤوليت وګاڼه، تر څو له دې هغه ټول ضررونه چې ټولنې ته مخامخ دي، مخنيوی يې وشي. ده د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په لوستلو سره وويل چې انسان الله تعالی د خپل عبادت لپاره خلق کړی دی، نو هغه شيان چې د ده د عبادت په لاره کې خنډ جوړېږي، ټول منکرات دي او د هغوی په وړاندې بايد مبارزه وشي. 
د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار يو ځل بيا د دې سيمينار له جوړونکو څخه مننه وکړه او له ګډون والو څخه يې وغوښتل چې د دې سيمينار محتويات له نورو سره هم شريک کړي. 
په دوام يې د طب پوهنځي استاد پوهنيار احمد جاويد يوسفزي د مخدره توکو په زيان، اثراتو، عواملو او د هغوی په وړاندې د مبارزې په څرنګوالي خبرې وکړې. 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

نصب و فعال سازی ماستر پمپ در پوهنتون هرات

به‌منظور رفع مشکل انتقال آب به طبقات بالایی تعمیرهای پوهنتون هرات و بهبود روند تأمین آب مورد نیاز بخش‌های مختلف، ماستر پمپ آب با تلاش معاونیت مالی و اداری این پوهنتون خریداری، نصب و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

کنفرانس اعجاز علمی قرآن کریم برگزار شد.

کمیتۀ فرهنگی و خدمات محصلان پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون هرات به‌منظور تقویت فرهنگ قرآنی و تعمیق شناخت محصلان از مفاهیم و معارف قرآن کریم، کنفرانس «اعجاز علمی قرآن کریم» را با حضور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

برنامه معرفی پوهنتون هرات برای محصلان جدیدالشمول برگزار شد.

آمریت انسجام خدمات محصلان معاونیت محصلان پوهنتون هرات، برنامه معرفی این نهاد علمی را برای محصلان جدیدالشمول برگزار کرد. در این برنامه، پوهندوی دکتور عبدالباری قانت، استاد پوهنځی شرعیات. . .

BACK TO NEWS