د هرات پوهنتون د مني د سمستر امتحانونه پیل شول
د هرات پوهنتون د مني د سمستر امتحانونه نن د دې علمي بنسټ په شپاړسو پوهنځیو کې پیل شول. دغه امتحانونه د تحصیلي کلني مهال وېش له مخې او د لوړو زدکړو وزارت د امتحانونو د طرزالعمل پر بنسټ ترسره کېږي.
د امتحانونو د لومړۍ ورځې په جریان کې، د هرات پوهنتون مشرتابه د بېلابېلو پوهنځیو له امتحاني ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د امتحان د اخیستلو بهیر یې له نږدې وڅاره.
شیخُ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس، د دغې کتنې پر مهال په بشپړ ډول د شفافیت د معیارونو پلي کولو، د امتحان ځای کې د نظم او سکون د ټینګښت، او د لوړو زدکړو وزارت د طرزالعملونو د دقیق رعایت ټینګار وکړ.
نوموړي د پوهنځیو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې لازم امکانات لکه مناسبې خونې، مېزونه، څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې محصلانو ته برابرې کړي.
د پوهنتون مشرتابه همدارنګه څرګنده کړه چې امتحانونه په سالم او منظم چاپېریال کې اخیستل د محصلانو د علمي وړتیاوو د دقیقې ارزونې لپاره ډېر مهم رول لري. له ټولو برخو څخه غوښتنه وشوه چې د امتحانونو د بهیر د لا ښه مدیریت لپاره له بشپړې همغږۍ سره کار وکړي.
د هرات پوهنتون د مني سمستر امتحانونه به تر راتلونکو څو اونیو دوام ولري.
